
روهي (دوه نۍ/۲ د جدي)، د مزکزي امريکا په هندوراس هېواد کې د زندان دننه نښتې په ترڅ کې تېره ورځ شپاړس کسان وژل شوي دي. نښته د امنيتي ځواکونو او وسله والې ډلې ترمنځ شوې ده.
له دغه نښتې وروسته د هندوراس هېواد په زندانونو کې بيړنی وضعيت اعلان کړی دی. پېښه د هندوراس په ال پوروینیر ښار کې شوې ده چې د پلازمېنې په څو کليومترۍ کې موقعيت لري.
د هندوراس حکومت تېره اوونۍ د خپل هېواد د زندانونو وضعيت بيړنی اعلان کړی او د کنټرول مسووليت يې پوليسو او پوځ ته سپارلی.