
روهي(یوه نۍ/۱ د مرغومی)، په څو ورځو کې به هغه څلور کسان چې په ۲۰۱۲ کال کې په ډیلي کې یې یوه ښځه په یوه بس کې تر ډله ییزې زبرزنا وروسته وژلې وه اعدام شي. سترې محکمې د دوی د یوه کس اپیل رد کړ. وژل شوې ښځینه له خپلې یوې ملګرې سره د یوه فلم ننداره همدغو شېبو کې بشپړه کړې اوکور ته د تلو له پاره ښاري بس ته ختلې وه. هغې ته اوس د نیربهایا یعنې د هند لور نوم کارېږي. د هغې له قضیې نه اوس یوه داعیه جوړه شوې چې د سختو سزاوو او له ښځو سره په ټولنه کې د چلند د اوښتلو غوښتنې ورسره تړلې دي. سره له دې هندي محکمې د ډېرو جدي جرایمو له پاره د مرګ حکم ورکولو ته دوام ورکوي، خو له ۲۰۱۵ کال راهیسې بیا تر اوسه د اعدام حکم نه دی پلی شوی. یوه له وروستیو پېښو جنوبي ښار حیدرآباد ته نژدې شوې. د څارویو یوه ځوانه ډاکټره خپل موټر سایکل ته ستنېده چې ناببره ځیر شوه چې له ټایر نه یې هوا تللې ده. د ماښام نهه بجې یې خپلې خور ته ټېلېفون وکړ چې هڅه کوي له چانه مرسته وغواړي او د سړک پر سر ولاړه ده. هغې ورته ویلي و چې ډارېږي. په هند کې د دغه هېواد د جزا ۱۸۶۰ قانون د ډېرو مادو په رڼا کې ورکول کېږي. په ډیلي کې د ملي قانون پوهنتون په وینا په ۱۹۴۷ کال کې د هند تر خپلواکۍ وروسته د مرګ تر ټولو ډېرې سزاوې د اوتر پرادېش په ایالت کې ورکړل شوې دي. د خپلواکۍ له اخیستو وروسته دغه ایالت په ټوله کې ۳۵۴ کسان اعدام کړي چې تر دې وروسته هریانه دی چې ۹۰ کسان په کې اعدام شوي او بیا مدهیا پرادېش چې په کې ۷۳ کسان اعدام شوي دي. په ۲۰۱۸ کال کې د هندي محکمو له خوا له جنسي تاوتریخوالي ډکې وژنې ته د مرګ سزا کې د تېر کال پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی، چې یو لامل یې په قانون کې بدلون بلل کېدای شي.