
روهي(یوه نۍ/۱ د مرغومي)، سعودي ټوېټر کاروونکي په واده کې د ښځې د ولي د لغوه کېدو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي. د عدلیې وزارت په ۳۰ ورځو کې دا قضیه څېړي او وروستۍ پرېکړه به کېږي. د ټوېټر کاروونکو د داسې قوانینو غوښتنه کړې چې په محکمو کې نجونو ته د هغوی د وکیل حق پکې ورکړل شي. اسلامي شریعت پلرونه د لوڼو له ولیتوب منع کړي دي. د سعودي قوانین هم ښځې ته دا حق ورکړی که یوڅوک یې په واده کې وکالت کوي، دا یې پر وړاندې محکمه کې قضیه راپورته کولی شي. د سعودي په ځینو سیمو کې نجلۍ ته دا حق نه دی ورکړل شوی چې له خپلې قبیلې بهر یوه له چا سره اړیکه ونیسي او یا دا چې له مشرې خور لومړی کشرې خور ته یو څوک د کوزدې وړاندیز وکړي. د سعودي "عکاظ" ورځپاڼې ویلي، یوې بلې سعودۍ نجلۍ پر خپل پلار عریضه کړې چې ټیک ۱۱ کاله یې له هېڅ کوم دلیل پرته یوه ځوان ته له ودولو ډډه کړې ده، چې نجلۍ ان ۳۷ کلنه شوه. د دالیا (مستعار نوم) په نامه یوې بلې نجلۍ وروسته تر هغه محکمو ته مراجعه وکړه چې یوه ځوان ته یې کورنۍ د ودولو مخالفت کاوه. دالیا وايي: "په پای کې یو ځوان زما کوزدې ته راغی، خو پلار مې هغه هم رد کړ، ځکه چې زموږ د قبیلې نه و." دا زیاتوي: "هر ډول ذلت مې ولید، کور راته زندان و.. ټولو به ملامتولم چې ګني عاق به شم. ان بهر ته هم نه شوی وتلی او نه مې یوازې کور کرایه کولی شوی. اوس ۳۴ کلنه یم. نه پوهېږم څه حل ومومم؟" سعودي یوه میاشت مخکې پر ښځو د ځینو بندیزونو لیرې کولو اعلان وکړ او بالغو نجونو ته یې له ولي پرته د سفر اجازه ورکړه.