ولسمشر غني: باید زموږ اقتصاد ډیجیټلي شي   

روهي( یوه نۍ/۱ د مرغومې )، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ډیجټل کولو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پنځلسم کنفرانس ګډون کوونکو سره وکتل.
 

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ITCC یا د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ مهارتونو مرکز رئیس ډاکتر نذیر احمد پیروز د یاد کنفرانس په اړه معلومات ورکړل وې ویل، دې کنفرانس ته ۱۶ دولتي او خصوصي پوهنتونونه دعوت شوي وو چې ۱۳ پوهنتونونو ۵۴ پروژې معرفي کړې.
 
هغه زیاته کړه، تخنیکي پلاوي ۲۰ پروژې انتخاب کړې چې له دې ډلې ۵ پروژو ته جایزې ورکړل شوې او همدا ډول تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د ډيجیټلي کولو پر ستراتېژۍ خبرې وشوې.
 
ډاکتر پیروز ټینګار وکړ چې موږ باید د مالوماتي ټکنالوژۍ اساسات افغانستان ته راوړو او زیاته یې کړه، د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې زموږ ستونزې د تخنیکي کسانو ، مدیریت، سټنډرډ زېربناوو کموالی او د ای ټي فرهنګ جزیزه یي والی دی.
 
همدا ډول نوموړي وویل، په هغه درې ورځني کنفرانس کې چې د کمپیوټر ساینس استادانو او د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې متخصصینو ګډون کړی و، د ای ټي ستراتېژۍ مو طرحه کړه او د پوهنې، زېربنا او مدیریت په برخو کې مو درې ورکشاپونه جوړ کړل.
 

ولسمشر غني د یاد کنفرانس د ترسره کولو له امله د مننې ترڅنګ وویل، له ۲۰۱۷ کال څخه تر اوسه پورې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې بنسټیز تغییرات راغلي دي.
 
هغه زیاته کړه، موږ غواړو چې د ۱۹ او ۲۰ پېړۍ خلاف، له څلورم صنعتي انقلاب لرې پاتې نشو او د دې انقلاب ظرفیت ولرو. د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړخه پر پلان جوړونه کار روان دی.
 
ولسمشر غني څرګنده کړه، باید ډيجیټلي اقتصاد رامنځته شي، ترڅو افغان ځوانان او ښځې د ژوند په ټولو برخو کې مخکښ واوسي او زموږ ځوانان باید نن له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د استفادې ظرفیت ولري.
 
ولسمشر غني وویل، د سږ کال په بودجه کې دې معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره یو ملي پروګرام مطرح شي او زیاته یې کړه، د ټول هیواد د اوبو په اړه واضح طرحه لرو او باید له ډيجیټلي اړخه مدیریت شي.