
روهي(نۍ/۳۰ د لیندۍ)، د امریکا د کرڼې وزارت د واکنډا په نامه خیالي هېواد د وړیا ګمرکي تعرفې لپاره د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی. د امریکا دغې ادارې یوه ویاند ویلي، د کارکوونکو تمرین پر مهال په تېروتنه د واکنډا سلطنت په نامه هېواد د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی و، چې اوس یې لېرې کړی دی. د ادارې انلاین ګمرکي تعرفې څانګه کې د خرو، هیلیو او غواوو په ګډون د یو شمېر داسې څارویو او څېزونو نومونه لیکل شوي چې ګواکې دواړه هېوادونه یې خپلمنځي سوداګري کوي. د عجایبو کاینات په نامه خیالي کیسو کې واکنډا په ختیځه افریقا کې د دغو نکلونو د تور پړانګ نومي اتل پلرنی ټاټوبی بلل شوی دی. امریکايي چارواکو له هغه وروسته له خپل لېسته د دغه مجازي هېواد نوم لېرې کړ، چې ځايي رسنیو یې په اړه معلومات خپاره کړل او د طنز په ژبه یې ورسره ولیکل چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه جګړه پیل شوې ده. واکنډا لومړی ځل په ۱۹۶۶ کال کې د انځوریزو کیسو په یوه کتاب کې یاد شو او بیا تېر کال په یوه اسکر جایزه ګټونکي فلم کې د تور پړانګ له رول سره یو ځل بیا ذهنونو کې تازه شو. د نیویارک یوه سوفټویر انجنیر فرانسس څینګ لومړی ځل د یوه اسکالرشپ لټون پر مهال د بېلا بېلو هېوادونو سوداګریزو تعرفو په لیست کې د واکنډا نوم هم وموند. د واکنډا له نوم لرې کولو وروسته یوه حکومتي ویاند واشنګټن پوسټ ورځپانې ته وویل، دغه نوم د کارکوونکو تمرین لپاره استعمال شوی و او داسې تمه نه کېده چې په انلاین خپاره لیست کې به ځای ورکول کېږي.