
روهي(نۍ/۳۰ د لیندۍ)، د بلجیم پوځي چارواکو د خپلو پوځیانو خوندیتوب لپاره پر ۴۴ پاندور ډوله پوځي زغروال ګاډو ۳۱ میلیونه یورو لګښت کړی، خو دې سره د دغو ګاډو غولی پورته شو او له همدې کبله یې د ډرېور یا چلوونکي ونه هم باید له یو متر اویا سانتۍ ټيټه وي. ویل کېږي د بلجیم نارینه وو چې معمولاً په نړۍ کې د خپلې دنګې ونې له کبله مشهور دي، دغه خبر په ناخوښۍ اورېدلی. بل لور ته پوځ ټینګار کوي چې د ټانکونو او زغروالو ګاډو چلوونکي تل د ونې په برخه کې ځینې محدودیتونه لري. د بلجیم دفاع وزارت پاڼې په رپوټ کې ویل شوي، پاندور نهه کسان لېږدولای شي، نهه ټنه وزن لري او په سختو سیمو کې مناسبه ګټه ترې اخیستل کېدای شي. د وې ار ټي رپوټ کې ویل شوي نویو بدلونونو سره په دغو پوځو ګاډو کې 'جدي ستونزې ' رامنځته شوې دي او د یوې ارزونې له قوله ویل شوي چې د ګاډي غولي پورته کېدو له کبله ورننوتل او ترې وتل ستونزمن شوي دي. کله چې وویل شول یوازې د ټیټې ونې بلجیم پوځیان کولای شي، دغه ډول ګاډي وچلوي، ځايي سیاستوالو دا 'یوه ناکامي او د پېسو ضیاع ' بللې او غندنه یې کړې.اصلاً دغه ډول ګاډي د پوځیانو لېږدولو لپاره چمتو شوي وو، خو د چارواکو په وینا وروسته د جاسوسۍ چارو لپاره کاروول کېدل.