
روهي(نۍ/۳۰ د لیندۍ)، د افغان ښځو د حقونو فعاله ثريا پرليکا د ورپېښې ناروغۍ له کبله تېره شپه په سویس کې مړه شوې ده. هغه په ۱۳۲۳ لمريز کال کې زیږیدلې وه او د ۷۵ کلنۍ په عمر ومړه. د افغانستان د خلک ديموکراتيک گوند د واکمنۍ پر مهال د يوه وخت له پاره ميرمن پرليکا د ښځو ديموکراتيک سازمان مشره او کابل ته د افغان مجاهدينو تر راتگ مخکې د افغان سرې مياشتې د ټولنې مشره وه. هغې پر ١٩٩٢ کال کې د افغان ښځو دسرتاسري ټولنې بنسټ کېښود. د رپوټونو له مخې نومړې له سرطان ناروغۍ کړېده. اغلې پرلیکا کابل د بګرامیو ولسوالۍ په کمري کلي کې زېږیدلې وه. د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې یې زدکړې کړې وې او له اوکراینه یې ماسټري ترلاسه کړې وه. وروسته له دې چې په ۱۳۵۷ کال کې د ښځو دیموکراتیک سازمان مشره شوه ورپسې د شاوخوا ۱۸ میاشتو لپاره د څرخي پله په زندان کې بندۍ وه او د رپوټونو له مخې شکنجه شوې هم وه. له زندانه د خوشې کېدو وروسته یوځل بیا د ښځو دیموکراتیک سازمان مشره وټاکل شوه. په ۲۰۰۳ میلادي کال کې، مېرمن پرلیکا د افغانو ښځو ملي ټولنې بنسټ کېښود.ثريا پرليکا وړاندې بي بي سي ته ویلي و، دې پایلې ته رسېدلې وه چې د پنځوس کاله مخکې د ښځو د حقونو د مبارزو مېرمنو او د اوسنیو فعالو مېرمنو ترمنځ توپیر دا دی چې پخوانیو مېرمنو په داوطلبانه ډول د کارکولو حس درلود او په لږو امکاناتو یې ډېر کارونه کول. هغې زیاته کړې وه، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کې پېسی کښته پورته شوې، د نا دولتي مؤسسو لپاره د بهرنیو مرستو راجلبولو سیالۍ ډېرې شوې او په پایله کې یې افغان میرمنو ونه شو کوای چې د خپلو ښځینه هېوادوالو د ژوند ښه کولو لپاره د ځانګړو موخو درلودونکی ټولییز حرکت وکړي.