روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، له تېرو څو کالونو راهيسې چې افغانستان د زعفرانو کښت او لېږد ته پاملرنه ډېره کړې ده، د افغانستان زعفران په نړۍ کې په لومړي مقام کې راځي.
د افغانستان د زعفرانو اتحاديې مسوولين وايي چې سږ کال په بلجيم کې د څکنې مرکز په سروې کې د افغانستان زعفران د نړۍ د ترټولو غوره زعفرانو په نوملړ کې لومړی ځای نېولی دی.
نړۍ کې هر کال کابو ۴۳۰ ټنه زعفران توليديږي، چې له دې جملې افغانستان ۸.۱۵ ټنه زعفران توليدوي. د هېواد د زعفرانو اتحاديه وايي چې دغه شمېرې به له دې هم لوړې شي.
وروستي