
محکمې د دغه (پنځه کړنو) پر اساس پروېز مشرف په اعدام محکوم کړ
ډاکټر نېک محمد ويال
د پاکستان يوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد پخوانی پوځي جنرال او واکمن جنرال پروېز مشرف د اعدام په سزا محکوم کړ. پروېز مشرف ته ولې د اعدام سزا حکم شوی؟ نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال لاندې پنځه چارې تر سره کړې چې په پايله کې يې دی نن مجرم پېژندل کيږي او د اعدام غوښتنه يې کيږي.
۱- جنرال پروېز مشرف په ۲۰۰۷ز کال د اکتوبر مياشتې په درېيمه نېټه پاکستان کې بيړنی حالت اعلان کړ. د بيړني حالت دغه اعلان د پاکستان اساسي قانون وځنډولو او وضعيت بيړنی شو. د بيړني وضعيت اعلان هغه وخت کې د پاکستان اساسي قانون او نورو قوانينو اړوند نه وو او په دې کار جنرال پروېز مشرف د اساسي قانون پر وړاندې پر خيانت کولو مجرم شمېرل کيږي.
۲- جنرال پروېز مشرف د ۲۰۰۷ز کال د اکتوبر په درېيمه نېټه، د اساسي قانون د لنډمهاله تعديل فرمان ورکړ چې “Provisional Constitution Order No 1 of 2007” نومول شوی وو. د داغه فرمان پر اساس مشرف کول چې په خپله خوښه وخت پر وخت اساسي قانون تعديل او تغير کړي. نوموړي په اساسي قانون کې 9, 10, 15, 16, 17, 19 او 25 مادې هم وځنډولې.
۳- درېيمه کړنه چې د وخت ولسمشر مشرف خيانت شمېرل کيږي د قاضيانو لېرې کول وو. نوموړي بيا په اساسي کې قانون کې لاس وهنه وکړه او فرمان يې ورکړ چې د بيړني وضعيت د اعلان په پار د قاضيانو لوړه مهمه نه ده او په دې اساسي يې د قاضي القضاوت په شمول يو شمېر قاضيان لېرې کړل.
۴- نوموړي په خپل سر د پاکستان د اساسي قانون 175, 186A, 198, 218, 270B او 270C مادې تعديل کړې او اساسي قانون ته يې 270AAA ماده ور زياته کړه.
۵- او وروستی دا چې نوموړي په ۲۰۰۷ کال کې د اساسي قانون په دويم ځلې تعديل لاس پوري کړ او د ملي خيانت په اړه ذکر شوې مادې يې تعديل کړي.