ولسمشر غني استاد ګل زمان او ۵۰ نورو هنرمندانو سره نغدي مرسته منظوره کړه

روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اطلاعاتو او کلتور وزارت په غوښتنه د استاد ګلزمان په مشول د هېواد ۵۰ ستر عمر لرونکو هنرمندانو ته نغدي مرسته منظوره کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د هیواد مشهور هنرمند استاد ګلزمان او یو شمېر نورو هنرمندانو سره د مرستې په خاطر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وړاندیز منظور کړ.

اطلاعاتو فرهنګ وزارت د خپلې مخکېنۍ برنامې پر بنسټ، د ۱۳۹۸ کال هنري فیستیوال او په وروستیو سلو کلونو کې د هنري بهیر سیمینار د تېرې یکشنبې په ورځ جوړ کړی وو.
دغه سیمینار ته د استاد ګلزمان په ګډون د هیواد د اوو څانګو له ۴۵۰ تنو زیات هنرمندان رابلل شوي وو چې اووه پریزنټیشنونه په کې وړاندې شول او هره ځانګړې څانګه د تېرو سلو کلونو په لړ کې وارزول شوه

اطلاعاتو فرهنګ وزارت او د هنر عالي شورا د استاد ګلزمان په ګډون د مرکز او ولایتونو د اووه ګونوڅانګو ۵۰ تنو هنرمندانو ته د مرستې وړاندیز د جمهوري ریاست عالي مقام ته وکړ او د هیواد جمهوررئیس د یاد وړاندیز د منظورۍ پر مهال لارښوونه وکړه چې په کابینه کې د تصویب په خاطر دې د راتلونکي کال لپاره د عمرخوړلو هنرمندانو میاشتنی معاش مطرح شي."