
بایزید روښان او اشراقی معرفت د هیواد د هڅاند لیکوال او څیړونکي اکبر کرګر تازه چا پ شوی څیړنیز اثر دی چې په دې ورستیو کې د چا پ په ګا ڼه پسول شوی دی. دا اثر دپښتنو د ستر عارف ،ملی مبارز او د روښاني ادبی مکتب بنسټګر بایزید روښان د خیرالبیان د نامتو اثر تازه فلسفی ، عرفانی او اروایی څیړنه او شننه ده . روښان او روښانی غورزنګ او ددغه تاریخي جریان پورې تړلی ټول عناصر : فلسفه ، عرفان ، ارواپوهنه ، د استبداد او بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د هغه مبارزه او مجاهده له ډیروکلونوراهیسې دلیکوال د لوست او څیړنې مشغولا او شوق جوړوی. لیکوال ددې اثر دمخه هم په دې غورزنګ او تاریخي جریان پورې تړلی دوه اثره : ( په حا لنا مه کې دبایزید روښان عرفانی او فلسفي څیره اوبل د میرزاخان انصاري فلسفي او عرفانی نړۍ لید) لیکلی او خپاره کړي دي.
نوموړی ددې موضوع او جریان څیړنه څو انګیزې بولي: یو داچې غواړی د خپلو تازه موندونو په بنسټ خپل پخواني څیړنه بشپړه کړي او بل هسې چې ښايي په دې برخه کې د افغان او بهرنیو څیړونکوکار خورا نیمګړی او په هیڅ حسابوی . هغه په خپلو داسې څیړنو نورڅیړونکی هم هڅوی چې ددغه لوی تاریخی شخصیت په ګڼو اړخونو لا ژوره څیړنه وکړي او په دې توګه دروښان په باب ډیر ناویلی خبرې د نورو په خولې جار ي او دحا فظې ملګرې کړي.
روښان د پښتنو د تاریخ ځلاند او د ویاړه ډک څپرکی او ویاړ دی . هغه د پښتنو دمعاصر تاریخ
د هرشي پیلامه ګڼلی شو. هغه د پښتنو د ځان خبرتیا پیلامه ده او له نا مه سره ېې د پښتنو دلیکلی ادب اوسیاست شروع تړلی ده. دی لومړنی پښتون پیشوا او رهبر وو چې د پښتني خپلواک دولت طرح ېې وړاندې کړه . چې له ده څو پیړۍ وروسته ېې اسلافو په واقیعت واړوله اوننی افغانستان ېې د یو خپلواک هیواد په توګه محصول شو. خو روښان او دده عرفانی او فلسفي افکارد پښتنو په تاریخ کې ددومره لوړ ځای او ویاړ سره سره هسې چې ښا يي هیچا نه افغانانو او نه بهرنیانو تر دې دمه نه دی ارزولی . او هسې چې ددې اثر لیکوال وایی که په دې اړه څه څیړنی او لیکنې شوی هم دی نیمګړې او په نشت حساب دی.
بایزید روښان او اشراقی معرفت ددغو نیمګړو هڅو د بشپړتیا په لوردلیکوال یوه نو ښتي هڅه ده . په دې اثر کې په لومړی ځل ددغو پوښتنو په ځواب میندنو تمرکزکیږی چې ددغه ستر عارف د عرفانی باورونو سرچینه له کومه ځایه خړوبیږی او له لرغونو یونا نی ، رومی فلسفې او زاړه هندی عرفان سره ېې تړاو څه دی؟
لیکوال د ده د نورو څیړنیزو اثارو په څیر په دغه اثر کې هم لومړی په هر اړخیزه توګه د موضوع اړوند مفاهیم تعریف او تشریح کوی او بیا یی دسیمې او نړۍ د عارفانو او فیلسوفانولکه شیخ الریس ابوعلی ابن سینا او شیخ شهاب الدین سهروردی د عرفان او فلسفې په رڼا کې پرتلیزه شننه کوی.
ددې اثر له ټولو مهم ټکی او ځا نګړتیا چې دا اثرپه روښانیانو د نورو څیړونکو له څیړنو بیلوی د روښان د افکارومعاصره اروا پوهنیزه څیړنه او شننه ده . په دې اثر کې د روښان د خوبونو اروایی څیړنه خورا تازه او په زړه پورې بحث چوړوي.
لیکوال د مخه ددې چې د روښان خوبونه تعریف کړي . په ټوله کې د خوب لیدنې فلسفه تشریح کوی او د هغې په ارواپوهنیز اهمیت غږیږي . په دې لړ کې د رمزونو او سمبولونو بحث ته هم ورګډیږي او په دې اړه د معاصرې ارواپوهنې د وتلو استازو په ځانګړې توګه د کارل یوستایونګ ډیر نظریات راخلی او د هغو په رڼا کې د پیر روښان خوبونه تقسیروی>
کتاب ټول ټال اته څپرکي لري : په لومړیو پیتځو څپرکو کې لیکوال د روښان اشراقی فلسفه تعریفوی او بیا یی د ابن سینا او سهروردی له فلسفی او عرفانی افکارو سره پرتله کوي . وروسته دروښان پیر اروایی بحران ته تم کیږی او دهغه په وړاندې د معنوی روښنا يي د شرابو او اوبوذکر راخلی ، د شیخ محی الدین اکبر او حظرت حظر د کراماتو او معجزو یادونه کوی ، او له دې وروسته په ټوله کې د خوب لیدلو په اروایی اهمیت غږیږی ، رمزونه او سمبولونه تعریفوی او د حیات یا د ژوند د چینې بحث راخلي .
د کتاب وروستی درې څپرکي د خیرالبیان اشراقی معرفت او دهغه د عرفانی او فلسفی لارښونو تشریح ته بیل شوی . او د پښتو ژبې په پرمختګ کې د خیرالبیان اهمیت هم بیانوی.
د خیرالبیان عرفانی اخلاقی سیستم هم دورستی بحث ارزښتمنه برخه چوړوي.
دا اثر که څه هم د روښان پیرپه هکله خورا تازه او په زړه پورې معلومات لری خو لا هم افغانان د روښان بشپړې پیژندنې ته اوږده لارپه مخ کې لری. او هسې چې روښان د پښتنو د ځان خبرتیا پیلامه وګرځیده او د وی ته ېې هویت ورکړهیله ده داکتاب د روښان پيژندنې بشپړاو کره معرفت ته لار پرانیزی .او پا یله ېې د روښان پیژندنې لوی څیړنیز مرکزونه شي.