
روهي(پنځه نۍ/۲۸ د لیندۍ)، بنګله دېش بیا بیا له پاکستان غواړي چې له بنګله دېشي ولس بښنه وغواړي. دوی تور لګوي چې د پاکستان پوځ پر۱۹۷۱ کال اوسني بنګله دېش یا پخواني ختیځ پاکستان کې جنګي جرم کړی دی. پاکستان دا تورونه ردوي، خو اول ځل یې پر ۱۹۷۴ کال له بنګله دېش بښنه غوښتې وه. اشرف قریشي وايي، دواړو لورو تېروتنې کړې او حالات یې خراب کړی و، دواړو لورو ته له جګړې او ظلم اغېزمن شته او دا پوښتنه هم کېږي چې له دې جګړې مخکې څه پاکستاني پوځیان هم وژل شوي وو، نو بنګله دېش هم بښنه غواړي. هغه وايي، پروېز مشرف هم د بنګله دېش د سفر پرمهال خواشیني وښوده او ویې ویل چې د پاکستان وروڼو خویندو ته خبرې کوي. خو فسان چودري وايي، د پروېز مشرف له سفر هم بنګله دېشیانو ډېرې هیلې درلودې: "زما په اند، دا پوهېدل پکار دي چې د بښنې مطلب دا نه دی چې موږ بښنه غواړو، موږ دا وکړل. د دې مطلب ډېر ژور دی. ځکه ډېر خلک وژل شوي، څو کورنۍ له منځه تللې، ځکه د یوې ټولیزې بښنې اړتیا ده، دې ته تاسو ښايي په قانوني ډول بښنه ووایئ، خو خلک یې بښنه نه بولي، هغه تړون کې هم ذوالفقار علي بوټو وویل، چې بنګله دېشیان دې تېر شي، خو وږ پوهېږو چې ذوالفقار علي بوټو د هغو حالاتو مسوول و."پروېز مشرف خپله واکمنۍ کې بنګله دېش ته لاړ او د هغه وخت پر حالاتو یې خواشیني وښوده. هغه زیاتوي: "بنګله دېش په دې پوهېږي چې څه پر ۱۹۷۱ کال وشول، ټول د یو پلان له مخې و، ځکه دا غواړي مسوول وپېژندل شي." د پاکستان او بنګله دېش حکومتونه به بښنه وغواړي یا نه، خو کارپوهان وايي، بنګله دېشي اغېزمنو څو دردوونکې لسیزې تېرې کړې چې اوس یې جبرانول ناشوني دي. د دوی په خبره، غوره او بهترینه لار ځوانانو ته پوهاوی ور کول او د خلکو ترمنځ اړیکي جوړول دي.