
روهي(پنځه نۍ/۲۸ د لیندۍ)، یونیسکو د قرغیزستان هغه جګې سپینې خولۍ د نړیوالو ناملموسو میراثونو په نوملړ کې راوستې، چې په دې اسیايي هېواد کې یې سړي پرسروي. په قرغیزستان کې د ګرځندوی مرستیال وزیر مسکت اولو دامیر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "دا پرېکړه له نړیوالې ټولنې سره زموږ د طبیعت لرونکي هېواد پېژندلو کې مرسته کوي."د کالپاک په نامه دا خولۍ د قرغیزستان د هغو غرونو نښه ګڼل کېږي، چې په سپینو واورو پوښل شوي. د اسیا په دې هېواد کې د دې خولۍ د لمانځلو کلنۍ مېله هم جوړېږي. په قرغیزستان کې د پخواني ولسمشر یوه سلاکار تور ګونالیف دا خولۍ مخکې داسې معرفي کړې: "زموږ په واورو پوښل شویو غرونو استازیتوب کوي." د روان کال لومړیو کې د پارلمان یوې جرګګۍ هغه قانوني مسوده هم تایید کړه چې ولسمشر دې په دیپلوماتیکو لیدنو کې دغه خولۍ پر سر کړي.د قرغیزستان پارلمان دا مهال د هغه قانون پر تاییدولو بحث کوي، که یوڅوک دې خولۍ ته سپکاوی کوي، مجرم به پېژندل کېږي. د روان کال لومړیو کې د پارلمان یوې جرګګۍ هغه قانوني مسوده هم تایید کړه چې ولسمشر دې په دیپلوماتیکو لیدنو کې دغه خولۍ پر سر کړي.دا بحثونه وروسته تر هغه راپورته شول، چې په ۲۰۱۷ کال یوه سړي خپل سپي ته دغه خولۍ ور پر سر کړې وه. یونیسکو وايي، دا د میراث یوه برخه ده، چې د ساتلو لپاره یې ډېرو هڅو ته اړتیا ده. د امریکا د سوداګرۍ ورازت یوې وېبپاڼې ویلي وو، په ۲۰۱۷ کال قرغیزستان ته ۱٫۳ میلیون سیلانیان ورغلي وو.