سعودي عربستان ۸۰ پاکستانیان نیولي

روهي( پنځه نۍ/۲۸ د لیندۍ )، د مکې پولیسو ۸۰ پاکستانیان نیولي دي چې د ښار په غرونو کې په غیرقانوني ډول اوسېدل. پولیسو ویلي چې دې کسانو په غرونو کې کوټې جوړې کړې وې او د قانون له سترګو پټ شوي وو.
 
ډیری پاکستانیان په غرونو او غونډیو کې اوسیږي ، ډیری یې په کیکیه کې د سبزیجاتو کاروبار کوي
 
 
د مکې پولیس وايي د کیکیا سره نږدې په غرونو کې پټ غیرقانوني کډوال نیول تل یوه ستونزه وه.