امریکا استازو جرګې د ټرمپ استیضاح پرېکړه وکړه

روهي( پنځه نۍ/۲۸ د لیندۍ )، د امریکا د استازو جرګې په زیات شمېر سره د ټرمپ د استیضاح پرېکړه تصویب کړه.
 

ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر دی چې په ولسي جرګه کې یې د استیضاح پرېکړه تصویبېږي. پر هغه تور دی چې د خپلې دندې څخه یې غلطه ګټه کړې ده.
 

اوس به دا پرېکړه د امریکا سنا ته ځي او که هلته که ومنل شي نو ټرمپ له دندې ګوښه کېږي. خو د رسنیو په خبره دا کار ځکه ناممکن ښکاري چې د سنا ډېری غړي جمهوري غوښتونکي دي او دوی به د ټرمپ پر ضد رایه ور نه کړي.