د کانګرس د استازو په جرګه کې د ټرمپ د استیضا په اړه ځانګړې ناسته وشوه

روهي(څلورنۍ/۲۶ د لیندۍ)، د امریکا د کانګرس د استازو په جرګه کې د ولسمشر ډونلډ ترمپ د استیضاح په اړه ځانګړې ناسته پیل شوه. تمه کېږي چې استازو جرګه کې به دیموکراتان د نوموړي د استیضاح لایحه ومني او قضیه به د امریکا سنا ته واستول شي. نن چارشنبه د دې ناستې په پیل کې جمهوریت پالو هڅه وکړه چې پر موضوع د بحث مخه ونیسي، خو بریالي نشول. نن به د استازو جرګه کې پر دې بحث کېږي چې د استیضاح لپاره کوم پروسیجر وکارول شي، او لږ وروسته به د استیضاح قرارداد رایه اچونې ته وړاندې شي.دیموکرات ګوند د استازو په جرګه کې اکثریت لري او تمه کېږي چې نن به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح لپاره وړاندې شوی قرارداد تصویب کړي. خو له دې وروسته به دا موضوع د امریکا سنا ته استول کېږي. جمهوریت پالان په سنا کې اکثریت لري او دوی به هلته له خپل ولسمشر نه دفاع کوي او د استیضاح مخه به نیسي. لنډه دا چې که نن د استازو جرګه د ولسمشر ټرمپ استیضاح پرېکړه هم وکړي، دا به په دې معنا نه وي چې نوموړی به له واکه لېرې کېږي. ډونلډ ټرمپ به د امریکا په تاریخ کې یوازې دریم ولسمشر وي چې د استازو جرګې لخوا استیضاح کېږي، او دا پخپله د ده لپاره یوه سمبولیکه ضربه ده. د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح موضوع یوازې د کانګرۍ تر ودانۍ نه ده محدوده، بلکې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا په ګڼو ښارونو کې د نوموړي مخالفینو او ملاتړو لاریونه کړي دي.