رسلان هغه نجلۍ ده چې په عملیات خونو کې د نه عفوني کیدونکي حجاب جوړولو هوډ لري

روهي(څلورنۍ/۲۶ د لیندۍ)، په برتانیا کې یو روغتون لومړی ځل د خپلو مسلمانو ښځینه نرسانو لپاره په عملیات‌خونو کې یوځل کارېدو وړ د نه عفوني کېدونکي حجاب چمتو کولو هوډ کړی دی. ددې نظریې څښتنه ډاکټره فرح رسلان نومېږي، چې تازه مسلمانه شوې او په "دربي" شاهي روغتون کې طبي روزونکې ده. اغلې رسلان وايي، دا نظریه هغه وخت د دې ذهن ته ورغله چې روغتون کې یې ورځ کرۍ ورځ حجاب پر سر و، د حجاب له کبله د عفونت رامنځ کېدو احتمالي وېره وه. نوموړې وړاندې له دې چې د عفونت ضد یو ځل کارېدونکی حجاب ډیزاین او وازمويي، په مالیزیا کې یې له خپلو ملګرو د دا ډول حجاب جوړولو کې مرسته وغوښته. متخصصه ډاکټره جل ټیرني - چې اغلې رسلان یې هم تر نظر لاندې روزل شوې ده- وايي په برتانیا کې دا لومړی ځل دی چې یو طبي بنسټ دا ډول حجاب چمتو کوي. ډاکټر رسلان هیله لري د عفونت ضد یوځل مصرفه حجاب په ټوله برتانیا کې دود شي. هغې وویل: "ما ټوله ورځ حجاب په سراوه، چې البته پاک او د عفونت ضد شوی نه و، په ورته وخت مې د مذهبي دلایلو له کبله د ارامۍ احساس نه کاوه، چې حجاب لیرې کړم." دا مسلمانه ډاکټره وايي: "له ما نه په ډېر درناوي وپوښتل شول چې د جراحي عملیاتو له خونې بهر شم؛ ځکه چې امکان لري هغه حجاب چې ټوله ورځ مې پر سر وي، عفونت رامنځ ته کړي". رسلان مالیزیا الاصله مسلمانه ده. دا وايي په دې لټه کې وه چې یوه منځلاره ومومي هم مذهب په پام کې ونیسي او هم په ډاډه زړه د عملیاتو خونه کې کار وکړای شي.