د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلورنۍ/چهارشنبه)

د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلورنۍ/چهارشنبه)
ډ اکټر نېک محمد ويال

الجزيره: د روسيې او سوريې جېټ الوتکو د ماشومانو په شمول ۲۲ ولسي وګړي ووژل
د سوريې په ادلب ښار کې د سوريې حکومت او روسيې جېټ الوتکو په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه بريدونه تېر ورځ د ادلب ښار په يو شمېر کليو او ودانيو شوي دي، چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ يې درنه مالي تلفات هم اړولي دي چې ډيری کورونه او هټۍ په کې ويجاړې شوې دي.

د سوريې د پوځ يو وياند هم رسنيو ته تائيد کړې ده چې په بريدونو کې ولسي وګړي وژل شوي دي. د پوځ د وياند په خبره چې ياد وژل شوي د ادلب ولايت په بيلا بيلو کليو کې دي.

د سوريې حکومت وايي چې بريدونه يې د وسله والو پر ضد کړي دي چې له امله يې ګڼ شمېر ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي.

وال سټريټ ژورنال: انګلستان به تر ۲۰۲۰ کال له اروپايي ټولنې ځان راجدا کړي
د انګلستان نوی ټاکل شوی لومړی وزير جانسن وايي چې د ۲۰۲۰ز کال پوري به يې هېواد له اروپايي ټولنې سره اړيکې پرې کړي.

انګلستان وايي چې دغه پرېکړه کې له يادې ټولنې سوداګريزې اړيکې ښايي پر خپل ځای پاتې شي او يا هم غوڅې شي.

انګلستان له وړاندې په دې غور کوي چې له اروپايي ټولنې ځان را جدا کړي او کنه؟ خو د نوي حکومت په جوړېدو سره دغه پرېکړه تازه شوې او وروستۍ پرېکړه را نېږدې شوې ده.

العربيه: د ولسمشر بشار الاسد تره د پيسو اختلاس کړی
عربي ژبې العربيه ورځپاڼې ليکلي دي چې د سوريې د اوسني ولسمشر بشارالاسد تره (کاکا) رفات الاسد چې پاريس کې يې د پيسو د اختلاس دوسيه روانه ده اوس مهال د ناروغۍ له امله بستر شوی دی.

د پاريس حکومت نوموړی ګرم پېژندل او د ۴ کاله بند او لس مېلېونه يورو نغدي جريمې د ورکړې سزا يې ورکړې ده.

د جګړې ځپلې سوريې د ولسمشر تره خپل ډېر وخت په فرانسې او انګلستان کې تېر کړی او د ځان په اړه يې د پيسو د اختلاس خبرې تورونه بللي او رد کړې يې دي.

ګارډين: پر فېسبوک نېوکه
د فېسبوک پر ادارې نيوکه ده چې پر دغه ټولنيزې رسنۍ د ايډز او HIV د درملنې په اړه په دروغو او له مبالغې ډک سوداګريزی اعلانونه خپريږي خو د مخنيوي هڅه يې نه کيږي.

دغه اعلانونو کې ويل کيږي چې د Truvada په نوم ورځ کې يوه ګولۍ کولی شي، چې د ايډز او HIV ناروغيو درملنه وکړي.

نيوکه دا ده چې له يوې خوا دغه درمل نور زيانونه يا Side Affects لري او له بلې خوا خلک دې ته هڅوي چې که چېرې په ايډز او HIV اخته هم شي خو درملنه يې ډېره ساده او اسانه کېدای شي.

هغه کسان چې Truvada ګولۍ د ايډز په پار خوري د هډوکو د کمزورتيا په ناروغۍ اخته کيږي او د هډوکو منرالي مواد يې کمښت کوي.

رشيه ټوډې: ناټو او امريکا روسيه سترې جګړې ته هڅوي
روسۍ رشيه ټوډې ورځپاڼې ليکلي دي چې په بالټيک او تورې بحيرې کې د متحدو ايالتو په ملاتړ او مشرۍ د ناټو فعاليتونه د اندېښنې وړ دي او مسکو جګړې ته هڅوي.

رشيه ټوډې د يو لوړپوړي روسيي جنرال له خولې ليکلي دي، چې ناټو په قضدي ډول خپل پوخيان په پولنډ، بالټيک او تورې بحيري سيمو کې روسيې سره جګړې ته هڅوي چې پايله به يې يوه ستر نندارۍ وي.

مسکو په اروپا کې د متحدو ايالتو د بالسټيک مزايلو دفاعي سېسټم سره مخالفت ښيي او دغه چاره د روسيې ملي امنيت ته ستر ګواښ ګڼي.

مسکو وايي چې امنيتي، سياسي او مالوماتي وضعيت ته په کتو شونتيا شته چې روسيه د متحدو ايالتو او ناټو پر وړاندې په راتلونکې کې د يوې سترې جګړې ډګر ته دننه شي.

جيوز نيوز: د ۲۰۲۰ز کال ۵ فلمونه
د عيسوي ۲۰۲۰ کال ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. د نورو چارو ترڅنګ د نړۍ سېنماګانو هم د ژوند په بيلا بيلو برخو فلمونه جوړ کړي چې په ياد کال کې به يې نندارې ته وړاندې کړي.

۱- توره ګونډه يا Black Widow د امريکا د هالېوډ سېنما فلم دی چې د ۲۰۲۰ کال په اپريل کې به نندارې ته وړاندې شي. دغه فلم د امريکا کورنۍ او استخباراتي جګړې وړاندې کوي.

۲- عجيبه ميرمن Wonder Woman 1984 : دا هم امريکايی فلم دی چې له سړې جګړې وروسته يې د امريکا کيسې راخېستې دي. ياد فلم به د ۲۰۲۰ په جون مياشت کې خپور شي.

۳- د مګر وخت نشته No Time to Die: ياد فلم د يو انګليسي جاسوس او جنګيالي کيسه راخېستې ده چې د ټېکنالوژۍ په نوې بڼو جګړه کوي. دغه فلم په اپريل مياشت کې نشر کيږي.

۴- غوره توپک Top Gun: ياد فلم هم جنګي بڼه لري او د ۲۰۲۰ په جون مياشت کې وړاندې کيږي.

۵- بد هلکان د ژوند لپاره: Bad Boys for Life: د دغه فلم داستان په ۱۹۹۵ او ۲۰۰۳ هم نندارې ته وړاندې شوی خو خو اوس پرې همدې نوم فلم جوړ شوی او جون مياشت کې پر سېنما راځي.

اېکسپرېس ټرېبيون: د متحدو ايالتو فشارونو سره - سره واوې پر 5G انټرنېټ کار کوي وي
اروپا او امريکايي کې د متحدو ايالتو د رسمي فشارونو او بنديزونو سره - سره چنايۍ واوې کمپينۍ ناروې هېواد کې پر 5G انټرنېټ کار کوي.

ويل شوي دي چې ناروې کې د واوې کمپنۍ انجنيران په دې کار کوي چې په راتلونکي څو کالونو کې دغه هېواد کې د 5G انټرنېټ چوپړونه فعال کړي.

د امريکا متحد ايالت د دغه چينايۍ کمپنۍ له وړاندې تګ ويره لري؛ اروپا او هم امريکا کې د واوې د وړاندې د مخنيوي په پار پر بنديزونه پورې کړي دي.

اسوشېټېډ پرېس: د امريکا حکومت ۹۵٪ نيکوټين لرونکو سګرټو توليد ته اجازه ورکړه
د متحدو ايالتو د خواړو او نشه يي توکو ادارې هغه سګرېټو ته توليد ته اجازه ورکوي، چې له ۹۵ سلنه په کمې اندازې نيکوټين ولري.

دا په متحدو ايالتو کې هغه سګرېټ شمېرل کيږي چې د نورو رواجي سګرېټ په نسبت يې د نيکوټين اندازه کمه او له ۹۵ سلنه لاندې ده.

د خواړو او نشه يي توکو اداره وايي چې د دغه سګرېټو توليد ته د دوی اجازه په دې مانا نه ده چې ياد سګرېټ مضر نه دي، ځکه نيکوټين لري او نيکوټين د روغتيا لپاره مضر شمېرل کيږي، خو د په بازار کې د شته سګرېټو په پرتله يې نيکوټين کم دي.
 
ټايمز او انډيا: هغه ماشوم چې دوه مياشتې يې سترګې نه دي غړولې
هند کې يوه کورنۍ کې دوه غبرګوني ماشومان پيدا شوي چې يو يې څه وخت وروسته ومړ او بل چې جينۍ ده له پيدا کېدو يې دوه مياشتې تيريږي، خو تر اوسه يې سترګې نه دي پرانېستې.

د دغه جيني مور او پلار وايي چې دوه غبرګونو کې يو صحتمند، چاغ او ښه وو، چې اوونۍ وړاندې ومړ؛ دويم ماشوم چې په وزن کم او تر اوسه ژوندی دی، خو نه شي کولی سترګې پرانيزي.

د دغه ماشوم پلار له حکومت د مرستې غوښتنه کوي او زياتوي چې دی دهقان دی، کال کې دوه ځلې خپل فصلونه خرڅوي او دومره پيسې په لاس کې نه لري چې د دغه ماشوم درملنه او روزنه پرې وکړي.

سکای نيوز: سترو بحري بيړيو د کاربن اکسايډ اندېښنې راپورته کړې دي
اوس مهال نړۍ کې تر ۹۰ سلنه سوداګري د بحري بيړيو له لارې لېږد او رالېږد کوي. که څه هم د بحر له لارې لېږد او رالېږد اسانه، ازانه او چټک دی، خو په ورته وخت کې د هوا د ککړېدو اندېښنې هم راپورته کړې دي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښوودلې ده چې تر ۲۰۵۰ز کال پوري به دغه سترې بحري بيړۍ پر اقليم بد اغېز وکړي او د کاربن ډای کسايډ کچه به تر ۵۰ سلنه لوړه کړي.

د سترو سوداګريزو بيړيو د نړيوالې اتحاديې مشر وايي چې دوی په دې برخه هڅې کوي او د نړۍ له حکومتونو غواړي چې په دې برخه کې يې لاسنیوی وکړي.