سترو بحري بيړيو د کاربن ډای اکسايډ اندېښنې راپورته کړې دي

اوس مهال نړۍ کې تر ۹۰ سلنه سوداګري د بحري بيړيو له لارې لېږد او رالېږد کوي. که څه هم د بحر له لارې لېږد او رالېږد اسانه، ازانه او چټک دی، خو په ورته وخت کې د هوا د ککړېدو اندېښنې هم راپورته کړې دي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښوودلې ده چې تر ۲۰۵۰ز کال پوري به دغه سترې بحري بيړۍ پر اقليم بد اغېز وکړي او د کاربن ډای کسايډ کچه به تر ۵۰ سلنه لوړه کړي.

د سترو سوداګريزو بيړيو د نړيوالې اتحاديې مشر وايي چې دوی په دې برخه هڅې کوي او د نړۍ له حکومتونو غواړي چې په دې برخه کې يې لاسنیوی وکړي.