هغه ماشوم چې دوه مياشتې يې سترګې نه دي غړولې

روهي (څلورنۍ/۲۷ د لېندۍ)، هند کې يوه کورنۍ کې دوه غبرګوني ماشوم پيدا شوي چې يو يې څه وخت وروسته ومړ او بل چې جينۍ ده له پيدا کېدو يې دوه مياشتې تيريږي، خو تر اوسه يې سترګې نه دي پرانېستې.

د دغه جيني مور او پلار وايي چې دوه غبرګونو کې يو صحتمند، چاغ او ښه وو، چې اوونۍ وړاندې ومړ؛ دويم ماشوم چې په وزن کم او تر اوسه ژوندی دی، خو نه شي کولی سترګې پرانيزي.

د دغه ماشوم پلار له حکومت د مرستې غوښتنه کوي او زياتوي چې دی دهقان دی، کال کې دوه ځلې خپل فصلونه خرڅوي او دومره پيسې په لاس کې نه لري چې د دغه ماشوم درملنه او روزنه پرې وکړي.