
روهي( څلورنۍ/۲۷ د لیندۍ )، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي د امنیت شورا دنده لري چې د کشمیریانو د حقونو په ترلاسه کولو کې خپل رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې په دې وروستیو ورځو کې د کنټرول په لیکه د هندي اقداماتو سولې او امنیت ته جدي ګواښونه رسولي دي. امنیت شورا باید د کشمیریانو د حقونو په ترلاسه کولو کې خپل رول ولوبوي.
بله خوا هند بیا د پاکستان ټولې ادعاوې یواځې دروغ یادوي او وایي چې د پاکستان په طرف کشمیر کې ټول انساني حقوق د پښو لاندې کېږي خو رسنیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې خلکو سره یې سره یې شریک کړي.