ناټو او امريکا روسيه سترې جګړې ته هڅوي

روهي (څلورنۍ/۲۷ د لېندۍ)، روسۍ رشيه ټوډې ورځپاڼې ليکلي دي چې په بالټيک او تورې بحيرې کې د متحدو ايالتو په ملاتړ او مشرۍ د ناټو فعاليتونه د اندېښنې وړ دي او مسکو جګړې ته هڅوي.

رشيه ټوډې د يو لوړپوړي روسيي جنرال له خولې ليکلي دي، چې ناټو په قضدي ډول خپل پوخيان په پولنډ، بالټيک او تورې بحيري سيمو کې روسيې سره جګړې ته هڅوي چې پايله به يې يوه ستر نندارۍ وي.

مسکو په اروپا کې د متحدو ايالتو د بالسټيک مزايلو دفاعي سېسټم سره مخالفت ښيي او دغه چاره د روسيې ملي امنيت ته ستر ګواښ ګڼي.

مسکو وايي چې امنيتي، سياسي او مالوماتي وضعيت ته په کتو شونتيا شته چې روسيه د متحدو ايالتو او ناټو پر وړاندې په راتلونکې کې د يوې سترې جګړې ډګر ته دننه شي.