
روهي (څلورنۍ/۲۷ د لېندۍ)، عربي ژبې العربيه ورځپاڼې ليکلي دي چې د سوريې د اوسني ولسمشر بشارالاسد تره (کاکا) رفات الاسد چې پاريس کې يې د پيسو د اختلاس دوسيه روانه ده اوس مهال د ناروغۍ له امله بستر شوی دی.
د پاريس حکومت نوموړی ګرم پېژندل او د ۴ کاله بند او لس مېلېونه يورو نغدي جريمې د ورکړې سزا يې ورکړې ده.
د جګړې ځپلې سوريې د ولسمشر تره خپل ډېر وخت په فرانسې او انګلستان کې تېر کړی او د ځان په اړه يې د پيسو د اختلاس خبرې تورونه بللي او رد کړې يې دي.