د روسيې او سوريې جېټ الوتکو د ماشومانو په شمول ۲۲ ولسي وګړي ووژل

روهي (څلورنۍ/۲۷ د لېندۍ)، د سوريې په ادلب ښار کې د سوريې حکومت او روسيې جېټ الوتکو په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه بريدونه تېر ورځ د ادلب ښار په يو شمېر کليو او ودانيو شوي دي، چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ يې درنه مالي تلفات هم اړولي دي چې ډيری کورونه او هټۍ په کې ويجاړې شوې دي.

د سوريې د پوځ يو وياند هم رسنيو ته تائيد کړې ده چې په بريدونو کې ولسي وګړي وژل شوي دي. د پوځ د وياند په خبره چې ياد وژل شوي د ادلب ولايت په بيلا بيلو کليو کې دي.

د سوريې حکومت وايي چې بريدونه يې د وسله والو پر ضد کړي دي چې له امله يې ګڼ شمېر ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي.