
روهي( څلورنۍ/۲۷ د لیندۍ )، د پاکستان پوځ پروېز مشرف ته د اعدام سزا اعلانولو سره توند غبرګون څرګند کړی دی.
پوځ نن په خپله يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې دې پرېکړې د پاکستان په پوځ کې ډېر زيات درد او کړاو راوست.
خبرپاڼه زياتوي هغه کس هېڅکله غدار نه شي کېدای چې د دې هېواد ولسمشر او د پوځ مشر پاتې شوی وي او ۴۰ کاله يې د هېواد خدمت کړی وي.
خبرپاڼه زیاته کړې، داسې ښکاري چې په دې مقدمه کې اړينه قانوني پروسه له پامه غورځول شوې، د دفاع بنيادي حق تر پښو لاندې شوی او پرېکړه په بيړه شوې وي.
د پاکستاني پوځ خبرپاڼه پر ټوېټر هم خپره شوې ده.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې پوځ تمه لري د پاکستان له ايين سره سم به انصاف ورسول شي.
د پاکستان يو ځانګړي عدالت د هغه هېواد پخواني پوځي امر جنرال پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورولې ده.