افغانستان د پاکستان پر وړاندې بې ځوابه پاتې نه شو

روهي( څلورنۍ/۲۷ د لیندۍ )، له هغه وروسته چې پاکستان د افغانستان په سبزیو او تازه مېوو تعرفه لوړه کړه افغانستان هم ورته ګام واخیست.
 

مخکې له دې به په یو کانټینر ۷۸ زره افغانۍ مالیه راتله. له دې وروسته به ۲۴۸ زره افغانۍ مالیه ورکوي چې له دې سره به څلور برابره شي.
 

افغانستان دا ګام وروسته له هغې پورته کړ کله چې پاکستانپه افغاني محصولاتو مالیه لوړه کړه.