
یو طبي رپوټ وايي د نړۍ درېیمه برخه بې وزلي هېوادونه له لوړې کچې چاغښت او همدارنګه کم خوراکۍ کړېږي چې خلک په کې ډېر ډنګر پاتې کېږي. د لانست طبي اوونیزې کې د ستونزې لامل ډېر پروسس شویو خوراکي توکو ته نړیوال لاسرسی ښودل شوی دی او همدارنګه د فزیکي تمرین نه ترسره کول. څېړونکو غږ کړی چې "مُدرن خوراکي سیستم" دې بدل شي ځکه د دوی په آند همدا د ستونزې تر شا دی. د څېړنې له مخې د غوره خوراکي سیستم لپاره پکار دي چې: ډېره مېوه، ترکاري، بشپړوونکې دانې، فایبر لرونکي خواړه او وچه مېوه وخوړل شي. له حیواني سرچینو ترلاسه کېدونکي خواړه کم کړل شي. مصنوعي غوښه هم کمه وخوړل شي. ډېره انرژي او خواږه لرونکي خواړه کم کړل شي، همدارنګه ډېر غوړ او مالګین خواړه کم کړل شي. تر دوو کلونو ماشومانو ته یوازې د خپلې مور شیدې ورکړل شي. ډېری هغه هېوادونه چې د خلکو عاید په کې منځنی یا ټیټ دی په یوه وخت کې له دغو دوو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې 'د بدخورۍ غبرګ بوج' اصطلاح ورته کارېږي. دا په دې معنا دی چې ۲۰سلنه خلک چاغدي، تر څلور کلنۍ کښته۳۰ سلنه ماشومان سمه وده نه کوي او ۲۰ سلنه ښځې ډنګرې بلل کېدای شي. رپوټ وايي ټولنې او کورنۍ کېدای شي د بدخورۍ له دواړو ستونزو وکړېږي، همدارنګه افراد د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې ورسره مخ شيرپوټ اټکل کوي چې د ځمکې پر کُرې تژدې دوه اعشاریه درې میلیارد ماشومان او مشران د چاغښت له ستونزې سره مخ دي، او تر ۱۵۰ میلیونو ډېرو ماشومانو سمه وده نه ده کړې.