
روهي(درې نۍ/۲۶ د لیندۍ)، د تاریخ په اوږدو کې روسي واکمنو له بېلا بېلو لارو واک تر لاسه کړی دی. تزار د میراث په توګه، ولادیمر لینن د انقلاب له لارې او د شوروي کمونېست ګوند مشرانو د پولټ بیورو له مشرۍ وروسته واک ته د رسېدو انتظار کړی. خو ۲۰ کاله مخکې د شوروي څارګرې ادارې کې جي بي یوه افسر ولادیمر پوتین ته واک بیخي په اسانه ورکړل شو. د روسیې ولسمشر په توګه د ولادیمر پوتین په تاکلو کې د ولنټیاین یوماشېف رول خورا مهم و. یوماشېف چې مخکې ژورنالېست او بیا د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملن یو چارواکی شو، معمولاً له رسنیو سره ډېرې خبرې نه کوي، خو له ماسره یې لیدنه ومنله او ژمنه یې وکړه چې خپله کیسه به راته تېروي. ښاغلی یوماشېف د مخکیني ولسمشر بورېس یلسن له خورا نژدې سلاکارانو یو و. وروسته یې د ښاغلي یلسن له لور تاتیانا سره واده وکړ او په ۱۹۹۷ کال کې یې د ښاغلي یلسن د دفتر مشر په توګه لومړی ځل ښاغلی پوتین په کرېملن کې پر دنده وګماره اوسنی ولادیمر پوتین هغه لیبرال شخصیت سره کم ورته والی لري چې ښاغلی یوماشیف یې یادوي. نو ایا د ښاغلي پوتین پخوانی رئیس هغه ته د دندې په ورکولو پښېمان دی؟ یوماشېف په ځواب کې وایي: ''زه هېڅ پښېمان نه یم. دا څرګنده ده چې روسان اوس هم پر پوتین باور کوي.'' ښاغلی یوماشیف په دې باور دی چې د ښاغلي یلسن استعفا باید د روسي ولسمشرانو لپاره د یوه درس په توګه پاتې شيي هغه درس دا دی چې: ''دا ډېره مهمه ده چې ګوښه شي او ځوانو کسانو ته لاره پرېږدي او د یلسن لپاره دا د باور نه کولو تر حده مهمه وه.''