
روهي(درې نۍ/۲۶ د لیندۍ)، د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې امنیتي سرچینې تائیدوي چې د وسله والو یو سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري ده ده پر ضد د افغان ځواکونو له عملیاتو په تېښته بریالی شوی او جوزجان ولایت ته تللی دی. د بلخ امنیتي مرستیال سید شاه ویلي پر خواله رسنیو له خپرو شویو شواهدو داسې معلومېږي چې ګواکي قیصاري په جوزجان کې دی، او دا خبره سمه ده. د بلخ ولایت امنیه قومندان اجمل فایز نن 'سه شنبه ' په یوه خبرې ناسته کې وویل، محکمې د ښاغلي قیصاري د نیولو حکم کړی و او امنیتي ځواکونو درې ورځې وړاندې د لوړ پوړو چارواکو د امر پر اساس د ښاغلي قیصاري د نیولو هڅه وکړه. وروستیو ساعتونو کې داسې رپوټونه ترلاسه شول چې افغان ځواکونه اوس د قیصاري د کور یوې برخې ته ننوتلي دي او پلټي یې. د بلخ ولایت امنیې قومندان اجمل فایض یکشنبه ناوخته وویل، چې د قیصاري په کور کې لس مړي موندل شوي چې ګومان کېږي د ده ساتونکي دي.د لویې څارنوالۍ مسوولینو هغه مهال بي بي سي ته ویلي و، د ملي امنیت ادارې ورته وړاندیز کړی چې ښاغلی قیصاري دې ورباندې د لګېدلو تورونو د ارزونې تر مهاله له بنده ازاد شي. پر ښاغلی قیصاري تورونه وو چې د مرکزي حکومت له امر نه یې سرغړونه کوله او په فاریاب کې یې یوه غونډه کې حکومتي چارواکي په مرګ ګواښلي وو.