کرکټ په افغانستان کې هغه یواځینۍ لوبه وه او ده چې د خلکو توجه یې جلب کړې وه او چټک پرمختګ یې افغانانو ته زیاته خوښي ورکړې وه.
د افغانستان کرکټ په لږه موده کې چټک پرمختګ وکړ، داسې پرمختګ نړۍ یې ځان ته حیرانه کړې وه.
خو د کرکټ بورډ ننه ځینې کړۍ او سیاسي لاسوهنې د دې لامل شې چې بورډ او کرکټ لوبډله کې جنجال پيدا شي.
له سیاسي ډلو په ملاتړ ځینو د بورډ دننه ډلې جوړې کړي او هر هغه څه چې زړه یې وغواړي ترسره کوي یې.
لکه لوبغاړي باید د دوی په خوښه وي، د کرکټ بورډ د ځینو برخو مدیران باید د دوی په خوښه وټاکل شي.
سیاسي لاسوهنې په دې مانا چې د کرکټ بورډ لپاره داسې کسان وګمارل شول چې نه په اداره پوهیدل او نه په تخنیکي برخه کي، خو دا چې سیاسي ملاتړ یې درلوده، د بورډ ادارې ته معرفي شوي دي.
تاسو به د ګلبدین نایب خبرې اوریدلي وي، دا خبرې د هغو شکونو برخه وه او شکونه یې په یقین بدل کړل چې نړیوال جام کې د لوبو پرمهال د کرکټ مینه والو درلودل.
نایب له ډيرو خبرو پرده پورته کړه او دا یې په ډاګه کړه چې کرکټ بورډ او لوبډله و نه ژغورل شي، نو وضعیت به تر دې هم خراب شي.
د ګلبدین له څرګندونو وروسته خلکو پراخ غبرګونونه وښودل او ځینې لوبغاړي او د بورډ مسوولین یې ملامت کړل چې کرکټ یې ناسم لوري ته سوق کړی دی.
له نایب وروسته د کرکت بورډ مخکیني رییس عزیزالله فضلي هم څرګندونې وکړې او خبرداری یې ورکړی و، که د مافیا لاس له کرکټ بورډ و نه وځي، لوبډلې راتلونکی ښه نه دی.
خو د دې ټولو څرګندونو لپاره د بورډ د رییس فرهان یوسفزي څرګندونې د خندا وړ وې چې هیڅ منطق یې نه درلوده.
یوسفزي ویلي چې راشد خان له لیګونو نه پاتې کیده ځکه یې اصغر لوبډلمشر کړ، خو اصغر ولې له لوبډلمشرۍ لیرې شوی و.
که همدا موضوع وڅېړل شي، د بورډ مشران پکې ملامت راځي او باید محاکمه شي.
که اصغر ښه کپتان وي، نو ولې کرکټ بورډ له نړیوال جام وړاندې لیرې کړ چې پایله کې یې لوبډلې ټولې لوبې وبایللې.
که اصغر ښه کپتان نه و، بیا ولې بیرته د راشد پر ځآی کپتان شو، همدا هغه پوښتنې دي چې خلک یې ځواب غواړي.
کرکټ د خلکو مینه ده، د خلکو د ژوند او خوښیو یوه برخه ورسره تړل شوې، او نباید له افغانانو دا خوښي د شخصي ګټو لپاره واخیستل شي.
وروستي