
له بریالیو کسانو زده کړه وکړئ! زمونږ ډېری خلک نه غواړي له بریالیو کسانو سره سروکار ولري، ځکه یا په پټه یا په ښکاره ورسره رخه کوي،په بدل کې دا خوښوي چې له داسې کسانو سره ناسته پاسته وکړي چې د دوی په منګ او مزاج برابر وي ،او د بریالیو کسانو سره حسادت کوي.چې په دې توګه د هغوی منفي پالنې حس نور هم پیاوړی کیږي. هغه کسان چې په خپله برخه کې یې لاسته راوړنه ولري او بریالي کاروبار ولري ،له هغوی څخه زده کړه وکړئ. په فرصت سره له هغوی سره خبرې اترې،ناسته پاسته وکړئ ،او ترې وغواړئ چې د خپل کارونو تجربې درسره شریکې کړي.په دې سره به تاسې وګورئ چې ستاسې اعتماد پر نفس څومره ښه وده کوي او ستاسو په روحیه به غوره تاثیر وکړي. نو راځئ دا کار ترسره کړو چې ښه انګېزه را په برخه کړي،د هغو کسانو نوم لړ جوړ کړئ چې د اړتیا په وخت کې هغوی څخه مرسته غواړئ. که په دې پوی شئ چې ستاسو ملګرې او دوستان څومره خوشحاله کیږي ،کله چې تاسې د خپلو موخو رسېدو لپاره له هغوی څخه مرسته غواړئ نو ښایي حیران پاتې شئ. د داسې خلکو سره تل په اړیکه کې اوسئ او هر کله ورڅخه د د ټیلفون یا ایمېل په واسطه ورنه مرسته وغواړئ،بریالي خلک له نورو زده کړو کوي حسادت نه کوي.