
د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ/سه شنبه)
ډاکټر نېک محمد ويال
CNBC NEWS: امريکا ټېک ټاک له ستونزو سره مخ کړی دی
د ټېک ټاک ټولنيزې رسنۍ مشر (الکس زو) هڅه کوي چې د دغه ټولنيزې رسنۍ په اړه له امريکايي حقوق پوهانو سره وګوري. د ټېک ټاک په اړه وروسته له هغې اندېښنې راپورته شوې، چې د چين حکومت له خوا ټېک ټاک ته د لاس رسي خبرې رسنيزې شوې.
د متحدو ايالتو کانګرس او يو شمېر حقوق پوهان وايي چې ټېک ټاک د چين له حکومت سره يوځای د کارکوونکو مالوماتو ته لاس رسی پيدا کوي او سانسور په کې وي.
د امريما متحدو ايالتو د دغه اندېښنو په اړه د ټېک ټاک مشر (الکس زو) ويلي دي چې که چېرې د چين ولسمشر (شي جینپینګ) له ده وغواړي چې کومه وېډيو ډېلېټ کړي او يايې د کارن مالومات ور سره شريک کړي نو دی به يې غوښتنه رد کړي.
الجزيره: د ملګرو ملتونو امنيت شورا د کشمير په اړه ناسته کې
وروسته له هغې چې د هند حکومت د خپل اساسي قانون ۳۱۷ ماده چې د هند تر والکې لاندې کمشير لپاره ځانګړي امتيازونه په ک:ې شامل وو لغوه اعلان، د هند او پاکستان اړيکې کړکېچنې او پر کشمير بنديزونه رامنځ ته شول.
اوس؛ د چين په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنيت شورا د هند حکومت له خوا پر کشمير د شته بنديزونو او امنيتي وضعيت په اړه ناسته تر سره کوي. ټاکل شوې ده چې دغه ناسته به راراونه پنجشنبه تر سره شي. د امنيت شورا ناسته د بندو دروازو تر شا تر سره کيږي.
پنځه ورځې وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليک استولی او په کشمير کې يې د لا نورو کړکېچونو په اړه يې په کې اندېښنه ښودلې ده.
ملګرو ملتونو له ۱۹۴۵ کال کشمير کې د هند او پاکستان ترمنځ اوربند اعلان کړی خو په دې موده کې څو ځلې دغه هېوادونه سره د جګړې ليکو ته تللي دي.
وال سټريټ ژورنال: له لومړي وزير نرېندرا مودي د هندي مسلمانانو غوښتنه
وروسته له هغې چې د هند کابينې د تابيعت د ورکړې لايحه تصويب کړه په هند کې يې غبرګونونه راپورته او له تېرو شپږو ورځو پرله پسې لاريونونه کيږي.
تېره ورځ نوي ډيلي کې د جامعه اسلاميه پوهنتون د محصلينو په شمول، هندي مسلمانانو له لومړي وزير نرېندار مودي وغوښتل چې د هند سيکولر اساسي قانون دې له سره ولېکل شي.
د تابيعت نوي قانون کې راغلي دي چې له مسلمانانو پرته به د هند حکومت په بنګلادېش، افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې لږکيو عيسويانو، هندوانو او بودايانو ته د هند تابيعت ورکړي.
د دغه پرېکړې په خلاف لاريونونو کې تر تېرې ورځې شپږ کسان وژل شوي او تر سلو نور ټپيان دي. د وژل شوي ترمنځ څلور کسان پوليسو په ډزو ويشتلي دي.
سکای نيوز: د انسټګرام تازه خبرداری
د فېسبوک اړوند انسټګرام مېډيا هغه د انسټګرام کارکوونکو ته خبرداری ورکوي، چې له انځورونو سره توند، تيز او د سپکاوي الفاظ کاروي.
له دې ورووسته به انسټګرام آپلېکېشن خپلو کارونکو څخه پوښتنه کوي، چې له شريک کېدو وړاندې د يو پوسټ په اړه بیا فکر وکړي او لېکنه يې ولولي.
انسټګرام اوس په دې غور کوي چې د دغه آپلېکېشن دننه له داسې کړنو مخه ونېسي چې په کې سپکاوی او توهين شوی او ټولنيزو اصول په کې مات شوي وي.
انسټګرام به د دغه چارو په پار مصنوعي او انټرنېټي استخبارات پر لېکه کړي چې د کارونکو انځورونه او پوسټونه به څاري.
ګارډين: بوېنګ د الوتکو شرکت د يو شمېر الوتکو توليد بند کړی
د بوېنګ په نوم د الوتکو شرکت وايي چې د يو شمېر ستونزو په اساس يې د 737 Max الوتکو توليد بند کړی دی. تېره اوونۍ د متحدو ايالتو فېدرال هوايي ادارې بيونګ ته ويلي چې له ۲۰۲۰ وړاندې نه شي کولی 737 Max الوتکې وړاندې کړي.
د امريکا متحدو ايالتو قانون پوهانو شيکاګو کې پر له پسې دوه ورځې ناسته تر سره او په دې اړه يې پرکېړه وکړې چې د بوېنګ شرکت د تولېد برخه کې محدوده کړه.
بوېنګ شرکت وايي چې د 737 Max الوتکو توليد د دوی لومړيتوب دی او هيله ښيي چې بيا به يې توليد پيل کړي.
العربيه: سرېلانکا کې د سويس سفارت يوه کارمنده جنسي ځورول شوې
سرېلانکا کې د سويس هېواد يوې کارمندې ادعا کړې ده چې دي تښتول شوي، جنسي ځورول شوې او ګواښل شوې ده.
د سرېلانکا لويې څارنوالۍ هم د نوموړې ادعا اخېستې ده. د سوېس هېواد بهرنيو چارو وزارت هم د خپلې يوې کارمندې سره د دغه پېښه په اړه اندېښنه ښوودلې او د اقداماتو هيله يې ښوودلې ده.
د سرېکلانا حکومت وايي چې هغه شواهد چې د سويس سفارت له خوا وړاندې شوي دي، بشپړ نه دي او دوی به لا پلټنې وکړي. د سويس سفارت د دغه کارمندې نوم ګانیا بانستر ذکر کړی دی.
رشيه ټوډې: د چين او روسيې ترمنځ به د ۲۲۰۹ متره په اوږدوالي د اورګاډي پُل به تر يو کال بشپړه شي
روسيه او چين د سوداګرۍ د لا پراختيا په برخه کې د څه د پاسه دوه کيلو متره په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ پرانيزي چې په دې سره به د دغه دوه هېوادونو سوداګرۍ کې زياتوالی راشي.
ټاکل شوې وه چې د دغه پفل چارې به د راروان ۲۰۲۰ کال تر لومړيو بشپړې شي خو دا چې ډېره برخه يې د بحر دننه کارول کول وو تر يو بريد وځنډېد.
چينايي او روسيي چارواکو وايي چې د دواړه هېوادونو او همدا ډول د سيمې لپاره دغه پُل د ځانګړي ارزښت لرونکی دی.
اسوشېټېډ پرېس: توپان په لاباما کې درې کسان ووژل او سلګونه يې ټپيان کړل
د متحدو ايالتو په سويل ختيځ ايالت لاباما کې توپان درې کسان وژلي او تر سلګونه نور يې ټپيان کړي دي. دغه باد او توپان ونې چپه کړي او د کورونو دننه يې تلفات رامنځ ته کړي دي.
راپورونه وايي چې يو کس د تندر غورځېدو په وسيله وژل شوی دی او دوه نور شديد باد وژلي دي.
د انساني تلفاتو ترڅنګ دغه توپان او باد د خلکو کورونه او هټۍ هم ويجاړې کړي دي. ژغورنکې ډلې سيمې ته رسېدلې دي.
ټايمز اف انډيا: تېر يو کال هند دوه مېلېارده ګرځندوی درلودل
د ټايمز اف انډيا د راپور پر اساس په تېر ۲۰۱۸ز کال کې دوه مېلېارده هندي او بهرنيو ګرځندويه د هندوستان تاريخي او طعبيي ځايونو لېدنه کړې ده.
د هند د نورو ايالتونو په پرتله ترټولو ډېر ګرځندوی تامېل ندو ايالت ته تللی دی. تامېل ندو هغه ايالت دی چې د ګرځندويه لپاره يې خرڅ کم دی او ورته ازارنه تماميږي.
د هند حکومت وايي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله دغه هېواد ته د کرځندويه په شمېر کې ۱۲ سلنه زياتوالی راغلی دی او هڅه کوي چې د ويزې چارې لا اسانه کړي.
واشنګټن پوسټ: د۱۹۲۰ کالونو ډله ييز قبرونه موندل شوي دي
د امريکا متحدو ايالتو په تالسا ښار کې د څېړونو پايله ښيي چې په متحدو ايالتو کې د ۱۹۲۰ کالونو په ترڅ ډله ييز قبرونه موندل شوي دي چې تورپوستکي امريکايان په کې دفن شوي.
څېړنې ښيي چې دغه جسدونه د سلو کالونو وړاندې دي. ښايي دغه وژنې د متحدو ايالتو د کورنيو جګړه؛ تور پوستو او سپين پوستو ترمنځ د قومي تعصبونو پر اساس شوي وي.
امريکايي چارواکو وايي چې دغه موندنې ورته مهمې دي او په دې اړه به پلتنې تر سره کړي او مالومات به يې وروسته شريک کړي.