د چين او روسيې ترمنځ د ۲۲۰۹ متره په اوږدوالي د بحر پر سر د اورګاډي پُل

روسيه او چين د سوداګرۍ د لا پراختيا په برخه کې د څه د پاسه دوه کيلو متره په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ پرانيزي چې په دې سره به د دغه دوه هېوادونو سوداګرۍ کې زياتوالی راشي.

ټاکل شوې وه چې د دغه پفل چارې به د راروان ۲۰۲۰ کال تر لومړيو بشپړې شي خو دا چې ډېره برخه يې د بحر دننه کارول کول وو تر يو بريد وځنډېد.

چينايي او روسيي چارواکو وايي چې د دواړه هېوادونو او همدا ډول د سيمې لپاره دغه پُل د ځانګړي ارزښت لرونکی دی.