سرېلانکا کې د سويس سفارت يوه کارمنده جنسي ځورول شوې

روهي (درې نۍ/۲۶ د لېندۍ)، سرېلانکا کې د سويس هېواد يوې کارمندې ادعا کړې ده چې دي تښتول شوي، جنسي ځورول شوې او ګواښل شوې ده.

د سرېلانکا لويې څارنوالۍ هم د نوموړې ادعا اخېستې ده. د سوېس هېواد بهرنيو چارو وزارت هم د خپلې يوې کارمندې سره د دغه پېښه په اړه اندېښنه ښوودلې او د اقداماتو هيله يې ښوودلې ده.

د سرېکلانا حکومت وايي چې هغه شواهد چې د سويس سفارت له خوا وړاندې شوي دي، بشپړ نه دي او دوی به لا پلټنې وکړي. د سويس سفارت د دغه کارمندې نوم ګانیا بانستر ذکر کړی دی.