بوېنګ د الوتکو شرکت د يو شمېر الوتکو توليد بند کړی

روهي (درې نۍ/۲۶ د لېندۍ)، د بوېنګ په نوم د الوتکو شرکت وايي چې د يو شمېر ستونزو په اساس يې د 737 Max الوتکو توليد بند کړی دی. تېره اوونۍ د متحدو ايالتو فېدرال هوايي ادارې بيونګ ته ويلي چې له ۲۰۲۰ وړاندې نه شي کولی 737 Max الوتکې وړاندې کړي.

د امريکا متحدو ايالتو قانون پوهانو شيکاګو کې پر له پسې دوه ورځې ناسته تر سره او په دې اړه يې پرکېړه وکړې چې د بوېنګ شرکت د تولېد برخه کې محدوده کړه.

بوېنګ شرکت وايي چې د 737 Max الوتکو توليد د دوی لومړيتوب دی او هيله ښيي چې بيا به يې توليد پيل کړي.