د انسټګرام تازه خبرداری

روهي (درې نۍ/۲۶)، د فېسبوک اړوند انسټګرام مېډيا هغه د انسټګرام کارکوونکو ته خبرداری ورکوي، چې له انځورونو سره توند، تيز او د سپکاوي الفاظ کاروي.

له دې ورووسته به انسټګرام آپلېکېشن خپلو کارونکو څخه پوښتنه کوي، چې له شريک کېدو وړاندې د يو پوسټ په اړه بیا فکر وکړي او لېکنه يې ولولي.

انسټګرام اوس په دې غور کوي چې د دغه آپلېکېشن دننه له داسې کړنو مخه ونېسي چې په کې سپکاوی او توهين شوی او ټولنيزو اصول په کې مات شوي وي.

انسټګرام به د دغه چارو په پار مصنوعي او انټرنېټي استخبارات پر لېکه کړي چې د کارونکو انځورونه او پوسټونه به څاري.