له لومړي وزير نرېندرا مودي د هندي مسلمانانو غوښتنه

روهي (درې نۍ/۲۶ د لېندۍ)، وروسته له هغې چې د هند کابينې د تابيعت د ورکړې لايحه تصويب کړه په هند کې يې غبرګونونه راپورته او له تېرو شپږو ورځو پرله پسې لاريونونه کيږي.

تېره ورځ نوي ډيلي کې د جامعه اسلاميه پوهنتون د محصلينو په شمول، هندي مسلمانانو له لومړي وزير نرېندار مودي وغوښتل چې د هند سيکولر اساسي قانون دې له سره ولېکل شي.

د تابيعت نوي قانون کې راغلي دي چې له مسلمانانو پرته به د هند حکومت په بنګلادېش، افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې لږکيو عيسويانو، هندوانو او بودايانو ته د هند تابيعت ورکړي.

د دغه پرېکړې په خلاف لاريونونو کې تر تېرې ورځې شپږ کسان وژل شوي او تر سلو نور ټپيان دي. د وژل شوي ترمنځ څلور کسان پوليسو په ډزو ويشتلي دي.