امريکا ټېک ټاک له ستونزو سره مخ کړی دی

روهي (درې نۍ/۲۵ د لېندۍ)، د ټېک ټاک ټولنيزې رسنۍ مشر (الکس زو) هڅه کوي چې د دغه ټولنيزې رسنۍ په اړه له امريکايي حقوق پوهانو سره وګوري. د ټېک ټاک په اړه وروسته له هغې اندېښنې راپورته شوې، چې د چين حکومت له خوا ټېک ټاک ته د لاس رسي خبرې رسنيزې شوې.

د متحدو ايالتو کانګرس او يو شمېر حقوق پوهان وايي چې ټېک ټاک د چين له حکومت سره يوځای د کارکوونکو مالوماتو ته لاس رسی پيدا کوي او سانسور په کې وي.

د امريما متحدو ايالتو د دغه اندېښنو په اړه د ټېک ټاک مشر (الکس زو) ويلي دي چې که چېرې د چين ولسمشر (شي جینپینګ) له ده وغواړي چې کومه وېډيو ډېلېټ کړي او يايې د کارن مالومات ور سره شريک کړي نو دی به يې غوښتنه رد کړي.