
روهي( درې نۍ/۲۶ د لیندۍ )، هندي فلم جوړونکي غواړي چې د د پاکستان د بالا کوټ باندې د برید په اړه یو فلم جوړ کړي، دغه کار د پاکستان پوځ په قهر کړی دی.
د دغه کار په ځواب کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي دي چې هند غواړي د فلم لیدو په واسطه خپل خوبونه رښتیا کړي چې دا کار ناشونی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې یو ځل د هند ولسمشر خپله اعتراف وکړ چې پاکستان ته د بالا کوټ په برید کې هيڅ زیان نه دی اغوښتی نو اوس یې په اړه فلم جوړېدل بیا څخه مانا؟