د ایران اوسنیو لاریونونو کې ۳۰۴ تنه مړه شوي

روهي(دوه نۍ/۲۵ د لیندۍ)، د بښنې نړیواله اداره په تازه رپوټ کې وايي، د ایران اوسنیو مظاهرو کې د ۳۰۴ کسانو وژل تاییدوي او د ډېرو خلکو په نیولو اندېښنه ښيي. د دې رپوټ له مخې، ایراني چارواکي د خبریالانو، انساني حقونو مدافعانو او زدکوونکو په ګډون د زرګونو کسانو نیولو سره د اعتراضیانو بې رحمانه ځپلو سره غواړي، چې له بد حالت د تنګو شویو خلکو غږ چوپ کړي.د افریقا د شمال او د منځني ختیځ لپاره د بښنې نړیوالې ادارې مشر فلیپ لوتر وايي: "د شاهدانو بوږنوونکی شهادت ښيي چې ایراني چارواکو د مظاهرو پیلېدو سره له ځنډ پرته د سلګونو اعتراضیانو وژل پیل کړل او وروسته یې د هغه څه د مخنیوي او وېرولو لپاره چې د غږ پورته کول بلل کېږي پراخ عملیات پیل کړل". د هغو ویډیوګانو له مخې چې د بښنې نړیواله اداره یې تایدووي او عیني شاهدان یې هم سم بولي، امنیتي ځواکونو پر داسې بې وسلې لاریونوالو ډزې کړې چې بل چا ته یې خطر نه پېښاوه.د بښنې نړیواله اداره وايي د مظاهرو په دریمه ورځ د ایران حکومتي رسنیو له زرو د ډېرو کسانو د نیولو خبره وکړه، خو له هغه ۹ ورځې وروسته د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او ملي امنیت کمېسون ویاند حسین نقوي وویل، چې ۷ زره کسان نیول شوي دي. دې رپوټ کې دا هم ویل شوي چې ۱۵ کلن ځلموټي هم د تهران په فشافویه بند کې لیدل شوي چې د شکنجې او نور ناوړه چلن له امله بدنام زندان دی. ایران کې د تېلو بیې د چټک پورته کېدو لامله دا مظاهرې پیل شوې خو ایراني چارواکي لاریونوال اشرار او بلواګر او له بهرنیو قدرتونو سره تړلي بولي. حکومتي رسنۍ د مظاهرو د مشرانو لپاره د اعدام جزا غواړي.