
رږهي(دوه نۍ/۲۵ د لیندۍ)، د پخواني ولسمشر په وینا، په نړۍ کې ډېری ستونزې د هغو پاخه عمر نارینه و له کبله دي چې واک یې ځان سره ساتلی. د مشرتابه په اړه یوې شخصي غونډې ته د وینا پر مهال ښاغلي اوباما زیاته کړه، کله چې دی ولسمشر و نو پر دې به یې فکر کاوه چې که چېرې د نړۍ چارې د ښځو په واک کې وای نو وضعیت به څه ډول و. ښاغلي اوباما وویل، دی په دی باور دی چې مشران باید په مناسب وخت کې واک پرېږدي. خو د نړۍ ډېری ستونزې ځکه رامنځته شوي چې یو شمېر زاړه نارینه واک نه پرېږدي. ده زیاته کړه، سیاسي مشران باید په دې پوه شې چې د یوې دندې لپاره واک ته رسېږي، او ټول عمر به په واک کې نه وي. باید د خپل اهمیت او خپل شخصي واک لپاره فکر ونکړي. پخواني ولسمشر د غونډې ګډونوالو ته وویل: "زه ډاډه یم که د دوه کالو لپاره د نړۍ د هر هېواد مشره یوه ښځه شي نو په ټولو برخو کې به ډېره بهتري وګورئ، که هغه د ژوند معیار وي او که د چارو پایلې وي ". له نوموړي پوښتنه وشوه چې ایا بېرته سیاسي مشرۍ ته د ستنېدو فکر یې کړی دی. باراک اوباما له ۲۰۰۹ کاله تر ۲۰۱۷ کاله د دوه دورو لپاره امریکا ولسمشر پاتې شو. له هغه وروسته نوموړي له خپلې مېرمنې مېشل اوباما سره داسې یو بنسټ پرانیست چې په ټوله نړۍ کې ځوانان د مشرۍ لپاره روزي.