
روهي(دوه نۍ/۲۵ د لیندۍ)، د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما ویلي، که د نړۍ د هر هېواد مشرانې ښځې وای، د وګړو د ژوند معیار او د کارونو پایلې به بهتره شوې وای. په سینګاپور کې د خبرو پر مهال ښاغلي اوباما وویل، ښځې په هر څه پوره نه دي، خو په دې کې هېڅ شک نشته چې تر سړیو بهترې دي. د پخواني ولسمشر په وینا، په نړۍ کې ډېری ستونزې د هغو پاخه عمر نارینه و له کبله دي چې واک یې ځان سره ساتلی. پخواني ولسمشر د غونډې ګډونوالو ته وویل: "زه ډاډه یم که د دوه کالو لپاره د نړۍ د هر هېواد مشره یوه ښځه شي نو په ټولو برخو کې به ډېره بهتري وګورئ، که هغه د ژوند معیار وي او که د چارو پایلې وي له نوموړي پوښتنه وشوه چې ایا بېرته سیاسي مشرۍ ته د ستنېدو فکر یې کړی دی. ده زیاته کړه، سیاسي مشران باید په دې پوه شې چې د یوې دندې لپاره واک ته رسېږي، او ټول عمر به په واک کې نه وي. باید د خپل اهمیت او خپل شخصي واک لپاره فکر ونکړي. ښاغلي اوباما وویل، دی په دی باور دی چې مشران باید په مناسب وخت کې واک پرېږدي. خو د نړۍ ډېری ستونزې ځکه رامنځته شوي چې یو شمېر زاړه نارینه واک نه پرېږدي.