
روهي(دوه نۍ/۲۵ د لیندۍ)، د لبنان پلازمنېه بېروت کې دویمه ورځ هم د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ تاوتریخوالی شوی چې له امله یې لسګونه کسان ټپي دي. لاریونوال پر پولیسو د بوتلونو او پټاکیو ګوزارونو کوي او ځواب کې پولیس اوښلن ګاز او اوبه شندي. په دا مهال د کورنیو چارو وزیر رایا الحسن د شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو د سختې ځپنې د پلټنې حکم کړی چې لسګونه کسان پکې ټپي شوي دي.د دوشنبې په ورځ د لبنان پارلمان دا مالوموي چې لومړی وزیر به څوک وي او امکان شته چې سعد حریري بیا را شي. د یکشنبې په ورځ لاریونوال بیا سړکونو ته ووتل، چې له امله یې ډېر پولیس او امنیتي ځواکونه هم سړکونو ته ور شېوه شول. د لبنان امنیتي ځواکونه وايي، لاریونوالو پټاکۍ والوځولې او کاڼي یې ګوزار کړل، غبرګون کې دوی هم اوښلن ګاز ته لاس کړ. کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو په تړاو د دې تورونو د سملاسي او رڼې پلټنې غوښتنه کړې، خو ور سره یې تاوجنو لاریونوالو ته هم خبرداری ور کړی دی. مګر د بښنې نړیوالې ادارې کارمنه دیالا حیدر وايي، امنیتي ځواکونو د ډېرو امن لاریونوالو د تیت پرکولو لپاره هم خورا سخت ځواک کارولی دی. د هغې په خبره، دا روښان پیغام دی، چې امنیتي ځواکونه له قانون لوړ دي او د مظاهرو د ختمولو لپاره له یوې وسیلې هم لاس نه اخلي.لاریونوال ولاړ اقتصادي حالت، زیاتېدونکې بیې، بې کاري، بې معیاره اسانتیاوې او فساد هغه څه بولي چې دوی یې پر ضد مظاهرې کوي.