
په خپل نفس د باور نه لرلو نښې! له عاطفي پلوه پر خپل نفس د اعتماد د نشتوالي او کموالي نښې به تاسو ته په دې لیکنې کې په ګوته شي: ۱ـ ډېری وخت د خپلو احساساتو او عواطفو پر وړاندې ځان بې حسه ګڼي او عملا نه پوهیږي چې له احساسي او عاطفي اړخه پر تاسې څه تیریږي . سربډالي او اغتشاش معمولا ناسم احساسات او عواطف پټوي داسې احساسات چې اوس له هغو سره د مخ کېدو چمتووالی نه لرئ. ۲ـ خپل احساسات سانسوروي او توږوي یې ،او صادقانه یې هغه نورو یا ځان ته هم نه ښکاروي.هیڅوک په واقعې توګه تاسې نه پیژني په واقعیت کې ستاسې اصلي وجود له هغه څخه چې په ظاهر کې ښکاري ډېر توپیر لري. ۳ـ تل د نورو خوشحاله کولو په کوښښ کې اوسئ او غواړئ چې د نورو تایید له ځان سره ولرئ او په دې کار روږدي کیږئ. ۴ـ ګوښی او منزوي کېږئ، له نورو څخه فاصله اخلئ .ځکه له نورو سره د ګټورو او اغیزناکو اړیکو د ټینګښت لپاره په خپل نفس اعتماد نه لرئ ،چې په حقیقت کې ځان په یوه بشپړه فضا او ډېرو محدودو سرحدونو کې را ایساروئ. لیکنه:مریم صدیقي