
روهي( دوه نۍ/۲۵ د لیندۍ )، د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو نن ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، څو پورې چې ترهګر او د هغوی همکاران له منځه نه وي وړل شوي د پېښور د پوځي ښوونځي باندې برید به د پاکستان په تاریخ کې تور داغ وي.
هغه همدا ډول وویل، چې حکومت په وار وار پر دې ښوونځي د برید د عاملینو د نیول کېدو ژمنې کړې دي خو تر اوسه یې د هغوی د نیولو لپاره ریښتیني اقدامات نه دي کړي.
بوټو ویلي، دا د یو ملت په توګه د دوی مسوولیت دی چې ووایي پاکستان تر اوسه د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې هیڅ عملي کارونه نه دي تر سره کړي.