
روهي( دوه نۍ/۲۵ د لیندۍ )، د ځوانانو د درېيم نړيوالې سولې او امنيت ناسته د دسمبر په ۱۵ مه نېټه د مصر په شرم الشيخ ښار کې جوړه شوه. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ، د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوالغيط او نورو مهمو سياسيونو په دغه ناسته کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي او نړيواله سوله او امنيت دې وساتي.
عبدالفتاح السيسي دغه غونډې ته په وينا کې وويل چې تروريزم ډېر خطرناک دی. نړيواله ټوله دې د تروريزم پرضد مبارزې لپاره خپلمنځي همکارۍ زیاتې او د تروريزم د پلوي هېوادونو په اړه دې يو او ټينګ دريځ غوره کړي.
د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوالغيط په دغه غونډه کې وويل، چې په انټرنيټ کې جعلي خبرونه، په پوځي چارو کې د مصنوعي ځيرک سيستم استعمال او اقليمي بدلون پر نړيوالې سولې او امنيت ډېره اغېزه لري.