
روهي( دوه نۍ/۲۵ د لیندۍ )، د پیښور سترې محکمې ترڅنګ په یوه رکشا کې په چاودنه کې درې کسان ټپیان شوي دي.
د پاکستانۍ رسنیو له قوله لومړني راپورونه په ګوته شوي چې چاودنه د خیبر پښتونخوا سترې محکمې مخې ته په یوه رکشې کې شوې.
ټپیان شوي ۳ کسان نږدې روغتون ته وړل شوي دي.
پولیسو په پیل کې وویل چې چاودنه د سلنډر ښکاري ، خو په اړه یې نورې پلټنې روانې دي.
پولیسو وویل چې چاودنه نږدې ګاډو ته هم زیان رسولی ، خو پولیس له پیښې وروسته سیمه محاصره کړې.