بلوچستان کې د سورلۍ د موټر او تېلو ټانکر د ټکر په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي

روهي( دوه نۍ/۲۵ د لیندۍ )، په بلوچستان کې د مسافر وړونکي بس او قاچاق شوو تیلو ډک موټر د ټکر له کبله د اور لګېدو په نتیجه کې ۱۲ مسافر مړه شوي.
 

  په بس کې یوازې یو کس د خپل ژوند د ژغورلو په هڅه کې بریالی شوی او ځان یې د بس څخه غورځولی دی.
 
ژوبل شوی کس او ۱۲ مړه شوي مسافر د سیمې نژدې روغتون ته وړل شوي دي.