ترکمستان په ټاپي پروژه کې د افغانستان په ځای هم لګښت کوي

روهي( دوه نۍ/۲۵ د لیندۍ )، د ځینو پاکستانۍ رسنیو له قوله چې ترکمنستان فیصله کړې چې که په افغانستان کې د جګړو او نښتو له امله د ټاپي نللیکې ته زیان اوړي نو لګښت به یې دوی پرې کوي.
 

د ټاپي پروژې د کار د ودرېدو یو لامل هم همدا ښودل شوی و چې پاکستان ویلي وو چې دوی نه شي کولی د افغانستان په داخل کې د دغې نللیکې د زیانمنېدو لګښت هم په غاړه واخلي.
 
اوس تازه ترکمنستاني چارواکو له پاکستاني لوري سره هوکړه کړې چې د افغانستان په خاوره کې که د ټاپي نللیکې ته زیان اوړي نو لګښتونه به یې دوی پرېکوي.