
روهي(یوه نۍ/۲۴ د لیندۍ)، کله چې په ۲۰۱۲ کال کې کارلي د کلارک د سرطان ناروغي تشخیص شوه، هغې وپتیېله چې د خپل ژوند وروستنۍ ماشتې انځور کړي. اوه کاله وروسته د یوه ظالم تصادف له مخې هغه اوس د خپل ورور د بستر څنګ ته ولاړه او د هغه د سرطاني کړېدا انځورونه اخلي. د هغې په یادښتونو کې لیکلي: "وېښته مې په لاسونو، جامو او د تشناب پر فرش خواره دي او چې وروسته یې ږمنځوم، نور پسې لوېږي."کارلي د شپږ میاشتنۍ درملنې کړاوونه د انځوریز البوم په پاڼو بیا له سره ګوري. هغه ۲۶ کلنه وه چې سرطان ناروغي یې تشخیص شوه. بلاخره یې له پلار وغوښتل چې سر یې کل کړي. ډاکټرانو په پيل کې بېلابېلې ناروغۍ وبللې، خو کله چې کارلي بېرته خپل وطن، بریتانیې ته ستنه شوه، ډاکټرانو ورته وویل چې د سرطان ناروغۍ په یوې کم یابې او ځپونکې بڼې اخته ده: "یو دم په چیغو شوم، پوهېدم چې ناروغي مې ډېره پرمخ تللې وه او ډاډه نه وم چې ژوندۍ به ترې ووځم. له وېرې رېږدېدم."کارلي چې څنګه مرګ ته نژدې کېده د ژوند په اړه یې نظر بدلېده. نو پرېکړه یې وکړه چې د خپل وروستني سفر په انځورونو کې ثبت کړي. ډاکټرانو کارلي ته اجازه ورکړه چې په روغتون کې کامره وکاروي. کارلي وايي "ما ویل یوه خلاقه پروسه به مرسته راسره وکړي چې خپل ژوند ته له پاسه وګورم." کله کله به کارلي ځانته کامره جوړه کړه او ډاکټرانو به یې تڼۍ ورکېکاږله. کارلي غوښتل نورو ته الهام ورکړي چې سرطان ته سترګه په سترګه شي او اجازه ورنه کړي چې شخصیت یې ترې واخلي.